د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست د لغمان او لوېدیځ نورستان له نظامي محکمې ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۵۴
د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست د لغمان او لوېدیځ نورستان له نظامي محکمې ليدنه وکړه

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست رئیس مولوي عبدالحمید (صمیم)؛ د یادې محکمې محرر مولوي معراج احمد (صهیب)، په ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د لغمان او لوېدیځ نورستان له ابتدائیه نظامي محکمې څخه لیدنه وکړه.
محترم مولوي عبدالحمید (صمیم) د یادې ابتدائیه نظامي محکمې بېلابېل اداري او قضائي اجراآت، د اسنادو ترتیب او تنظیم له نږدې وکتل او  مسؤولینو ته یې د چارو د لا ښه تنظیم، د عدلي او قضائي اصولو د مراعات او د اسلامي شریعت د احکامو مطابق د پرېکړو د عملي کولو په اړه لازمې سپارښتنې او هدایات وکړل.
دغه راز ټينګار وشو، چې فیصلې دې په خپل وخت او پوره دقت صادرې شي، څو د مراجعینو حقوق پر خپل وخت تأمین شي.
یاد پلاوي د ليدنې په دوام په محبس کې د اړوند محکمې له بندیانو سره وکتل، د بندیانو حالت، د ساتنې وضعیت، د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې او د بندیانو د شرعي او انساني حقونو د تأمین په اړه ټینګار وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د اووم زون (بلخ) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د اووم زون (بلخ) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

بیا په خبرونو کی