د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دویمې ربعې لنډ راپور

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۱۶
د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دویمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1.    په دویمه ربعه کې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست لخوا د ملک د محاکمو په کچه د کارکوونکو چارو اړوند ګڼ اداري اقدامات ترسره شوي دي؛ په دې لړ کې د (۱۲۹) قاضیانو او اداري کارکوونکو د تقرر او تبدیلۍ په برخه کې لازم اجراآت شوي دي.
2.    په دویمه ربعه کې د (۴۰۰) قاضیانو او اداري کارکوونکو د تحصیلي معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه له اړوند ارګان څخه رسمي غوښتنه شوې ده.
3.    په دویمه ربعه کې د اړتیا او د اړوند هیئت د هدایت له مخې (۶۲) علماء کرام چې په قضائي برخه کې یې دنده ترسره کوله، مشخصو محاکمو ته په خدمتي ډول لېږل شوي او (۴۰۰) علماءکرام د قضائي مقرریو په موخه د ذیصلاح مقام د هدایت له مخې د قضائي زده کړو عمومي ریاست ته د آزموینې لپاره معرفي شوي، چې آزموینه یې د محترم هیئت لخوا واخیستل شوه.
4.    په دویمه ربعه کې د ولایتونو محاکمو د منسوبینو د میاشتنیو حاضريو راپورونه څېړل شوي دي. 
5.    په دویمه ربعه کې د مرکز او ولایتونو په کچه د خالي بستونو د ډکولو په موخه د اسنادو راټولولو، وړاندیزونو، عرایضو ترتیب، د اجنډا جوړولو، د آزموینو لپاره د متقاضیانو خبرولو او د پایلو د ابلاغ په برخو کې لازم اقدامات شوي دي.
6.    د مرکزي ریاستونو او د مرافعه محاکمو اړوند د (۲۱۵) ملکي کارکوونکو د ارزونې فورمونه راټول او وڅارل شول؛ پایلې یې په رسمي ډول منظورې او له اړوند ادارو سره شریکې شوې دي.
7.    د حقوقو عمومي ریاست اړوند ځینې کاري اسناد لکه: (د حقوقي دوسیو د اندراج او ثبت کتابونه، د عرایضو د ثبت او اجراآتو کتابونه، جلب‌پاڼه او د هغه د ثبت کتاب، اصلاح خط او د هغه د ثبت کتاب او ضمانت خط) چې په مرکز او ولایاتو کې ترې په ورځنیو چارو کې استفاده کوي د تصویب او نهايي کېدو په موخه تعقیب شول. 
8.    په دویمه ربعه کې د ارتقاء ظرفیت او اجراآتو د ارزونې ریاست د مسلکي غړو نظرونه، راپور او د حقوقي اداراتو د اجراآتو تعلیمات‌نامې د جدول په ډول تیار او د نهایي کېدو او تصویب لپاره د سترې محکمې عالي مقام ته ولېږل شو.
9.    په دویمه ربعه کې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو ته د کمپیوټر د اساسي مهارتونو تر سرلیک لاندې یوه ښوونیزه برنامه جوړه شوې ده.
10.    په دویمه ربعه کې د روزنیز پلان د تطبیق او د سترې محکمې کارکوونکو د مسلکي او مدیریتي کچې د لوړوالي په موخه د اړيکو، راپور لیکلو، مدیریت او نظارت په برخو کې د سیمینارونو جامع لارښود ترتیب او تدوین شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴
Background image

د کابل ولایت د حقوقو ریاست په دوو اونيو کې (۹۲۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کابل ولایت د حقوقو ریاست په دوو اونيو کې له ( ۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر  ۱۵/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۹۲۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۵۲
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا (۱۴) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې دویم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې د اتو ښځو په ګډون (۱۴) کسانو ته د نامشروع اړيکو او قوادۍ په جرم او زنا په تور، په ۸/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دویمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1.    په دویمه ربعه کې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست لخوا د ملک د محاکمو په. . .

بیا په خبرونو کی