د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د پکتيکا ولايت د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربيع الثاني مياشتې په ۲۰مه نېټه پکتيکا ولايت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي په دې موخه له څو علماء کرامو څخه آزموینه واخیسته او د دوی له ډلې يې یو ممتاز کس د یاد ولايت د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې د آمر په توګه وټاکه.
دغه راز یاد پلاوي د خپل سفر پر مهال د پکتيکا ولايت د مرافعه، ښاري ابتدائیه او نظامي محاکمو له مسؤولینو، منسوبینو او دغه راز د نظامي قطعې له منسوبینو سره جلا، جلا اصلاحي غونډې وکړې.
په دې اصلاحي غونډو کې د ياد پلاوي لخوا ټولو ګډونوالو ته د تقوا، اخلاص، صداقت، علم، ور سپارل شوو مسؤوليتونو په ښه ډول سرته رسولو او د اسلامي امارت د بقا لپاره د خدمت اړوند مهمې او ارزښتناکې ويناوې وشوې.
د يادونې وړ ده چې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست پلاوي لخوا د هېواد په ټولو ولايتونو کې د دعوت او ارشاد برخې آمرين وټاکل شول او د ياد پلاوي د آمرينو د ټاکلو په موخه ولايتونو ته پيل شوی سفر پای ته ورسېد.