د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۹۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۹۲) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له ( ۱/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۶۹۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۹۲) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقی برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۷۴) حقوقي دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۵۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۱) دوسیې فیصله شوې، (۶۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۰۳) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶۶) دوسیې فیصله شوې، (۳۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۹۱) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۹۲) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
