د زابل ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څلورو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۴۵
د زابل ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څلورو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د زابل ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ غلام حضرت (ابوالمنذر زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان رئيس مفتي محمد هارون (خطاب) او اجرائیه مدیر ملا عنایت الله (ساجد) په ملتيا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربيع الأول میاشتې په ۱۱مه ۱۲او ۱۳مه نېټه د زابل ولایت شينکۍ، اتغر، شملزو او نوبهار ولسوالیو ابتدائیه محاکمو ریاستونو ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د یادو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه له نږدې لیدنه وکړه؛ د محاکمو قضائي او اداري کارونه يې وکتل او د قضائي او اداري چارو د لا بهبود او د خلکو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
د مرافعه محکمې رئيس د ابتدائیه محاکمو قضائي غړو ته هدایت وکړ، چې د حقوقو عمومي مدیریتونو سره په همغږۍ د خلکو ستونزو ته په خپل وخت رسېدنه وکړئ.
دغه راز د ابتدائیه محاکمو صادرې شوې فیصلې او قرارونه وارزول شول، د کارکوونکو له حاضرۍ لیدنه وشوه او قضائي غړو ته د کار پر شفافیت، د اصولو رعایت او دقت باندې ټينګار وشو، تر څو خلک له بې ځایه سرګردانۍ څخه خلاص شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

د زابل ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس مفتي موسی کلیم (برهاني) په مشرۍ؛ د ياد رياست ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په  ۲۰/ ۳ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۳۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي بلخ زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې الحاج مفتي محمد (عمري) او الحاج مولوي جمیل احمد (جلال) يې ملتیا کوله، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول. . .

بیا په خبرونو کی