د سترې محکمې د قضائي معاونيت د ۱۴۴۷ هـ ق کال د څلورمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور
د سترې محکمې قضائي معاونيت د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د سترې محکمې قضائي معاونیت ته د اسلامي امارت له بېلابېلو ادارو څخه د قضائي هدایت غوښتنې په موخه (۶۱۲) مکتوبونه راغلي، چې له ارزونې وروسته (۵۱۶) مکتوبونه احکام شوي او د لارښوونو مطابق اړوند ادارو ته لېږل شوي دي.
۲ـ د سترې محکمې قضائي معاونيت له خوا (۱۴۸۳) عريضې له ارزونې او هدایت وروسته اړوند مراجعو ته لېږل شوې او (۷۸۶) عريضې مستردې شوې دي.
