د سترې محکمې د محترم عالي مقام د دفتر عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور
د سترې محکمې محترم عالي مقام د دفتر عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د سترې محکمې د عالي مقام له خوا (۹۵۹) جزائي او حقوقي دوسیې قضائي معاونيت ته لېږل شوې؛ د قضائي معاونيت له اجراآتو وروسته د عالي مقام د دفتر عمومي رياست له خوا اړوند مراجعو ته لېږل شوې دي.
۲ـ د سترې محکمې محترم رئيس او قاضيالقضات شيخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب له اوو مسؤولينو او مراجعينو سره لیدنه کړې ده.
۳ـ د سترې محکمې عالي مقام د دفتر عمومي رئيس له (۴۱) مراجعينو سره د هغوی د ستونزو د اورېدو او حل په موخه ليدنه کړې ده.
۴ـ د رؤیت هلال مرکزي هيئت درې غونډې تنظیم او ترسره شوې.
۵ـ د تعلیمي نصاب هيئت (۱۲) غونډې تنظیم او ترسره شوې دي.
