د ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې د محترم رئیس د لارښوونې او د لعلپورې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د رئیس، محترم مفتي شېربهادر (عادل)؛ د پرلهپسې هلو ځلو او د قومي مشرانو، علماء کرامو او مخورو په همکارۍ، د لعلپورې ولسوالۍ د بارو سيمې د دوو کورنیو ترمنځ هغه اوږدمهاله دښمني، چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه تنه سخت ټپیان شوي وو، په ۱۱/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق د سولې له لارې پای ته ورسېده.
یاده موضوع ابتدائیه محکمې ته له راجع کېدو وروسته په بشپړ دقت او بېطرفۍ وڅېړل شوه.
د ابتدائیه محکمې د دوامداره هڅو او د مصلحینو د منځګړیتوب په پایله کې دواړو لورو د سولې پرېکړه ومنله او د مقتول د کورنۍ وارثانو قاتل او له پېښې سره تړلو نورو اشخاصو ته بخښنه وکړه.
د دواړو کورنیو غړو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د دښمنۍ او تاوتریخوالي پر ځای د ورورولۍ، سولې، یووالي او متقابل درناوي په فضاء کې ژوند کوي.
