د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۹۷۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۱۹) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۹۷۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۶۱۹) وثيقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۳۴۵) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۴۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۶) دوسیې فیصله شوې، (۴۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۵۷۹) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۲۷) دوسیې فیصله شوې، (۳۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۳۰) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۶۱۹) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
