د پکتیا ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس په مشرۍ اداري او قضائي غونډه وشوه
د پکتیا ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او غړو، د اختصاصي محکمې رئیس او غړو، د وثایقو، تحریراتو، دعوت او ارشاد او حقوقو آمریتونو مسئولینو په ګډون، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادي الآخره میاشتې په ۴مه نېټه، اداري او قضائي غونډه وشوه.
یاده غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د پکتیا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس د یو شمېر اداري او قضائي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د اړوندو اصولو او لارښوونو پر رعایت یې ټینګار وکړ.
نوموړي د عاليقدر امیرالمؤمنین «حفظهاللهتعالی» د فرمانونو د اطاعت او د سترې محکمې د عالي مقام د اصولو، متحدالمآلونو او لارښوونو د مطالعې او عملي کولو په اړه وویل، چې ټول مسئولین باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او خپلې چارې د نافذه اصولو او لارښوونو په رڼا کې ترسره کړي.
د مرافعه محکمې رئیس همدارنګه ټینګار وکړ، چې د هرې محکمې رئیس باید له خپلو غړو سره د اړوندو موضوعاتو په اړه مشورې او همغږي ولري، څو د خلکو قضیو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وشي او د مراجعینو د کارونو د ځنډ مخنیوی وشي.
نوموړي د ټولو اړوندو ادارو ترمنځ د اصولو په رڼا کې پر همغږۍ، د کاري وخت پر ښه مدیریت، دندو ته په ټاکلي وخت حاضرېدو او د اداري سلسلهمراتبو پر رعایت هم ټینګار وکړ او وویل، چې په چارو کې باید داسې نظم رامنځته شي، څو د خلکو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.
په پای کې د غونډې ګډونوالو د یادو لارښوونو د عملي کولو په برخه کې د لازمو اقداماتو ډاډ ورکړ او غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
