د زابل ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څلورو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۴۵
د زابل ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څلورو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د زابل ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ غلام حضرت (ابوالمنذر زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان رئيس مفتي محمد هارون (خطاب) او اجرائیه مدیر ملا عنایت الله (ساجد) په ملتيا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربيع الأول میاشتې په ۱۱مه ۱۲او ۱۳مه نېټه د زابل ولایت شينکۍ، اتغر، شملزو او نوبهار ولسوالیو ابتدائیه محاکمو ریاستونو ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د یادو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه له نږدې لیدنه وکړه؛ د محاکمو قضائي او اداري کارونه يې وکتل او د قضائي او اداري چارو د لا بهبود او د خلکو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
د مرافعه محکمې رئيس د ابتدائیه محاکمو قضائي غړو ته هدایت وکړ، چې د حقوقو عمومي مدیریتونو سره په همغږۍ د خلکو ستونزو ته په خپل وخت رسېدنه وکړئ.
دغه راز د ابتدائیه محاکمو صادرې شوې فیصلې او قرارونه وارزول شول، د کارکوونکو له حاضرۍ لیدنه وشوه او قضائي غړو ته د کار پر شفافیت، د اصولو رعایت او دقت باندې ټينګار وشو، تر څو خلک له بې ځایه سرګردانۍ څخه خلاص شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۱:۳
Background image

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او عدلیې ریاستونو له رئیسانو او د قضایای امارت له آمر سره د یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۴۵
Background image

د زابل ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څلورو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د زابل ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ غلام حضرت (ابوالمنذر زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان رئيس مفتي محمد هارون (خطاب) او اجرائیه مدیر ملا عنایت الله (ساجد) په ملتيا،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې مسئولینو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل او فصل شوه

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عزیزالرحمن (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړيتوب، په ۱۷/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل. . .

بیا په خبرونو کی