د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي جمیل احمد (جلال) يې ملتیا کوله، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول میاشتې په ۱۷مه نېټه کابل زون ته د نظامي محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
یاد پلاوي د خپل سفر په پیل کې د کابل ولایت له محترم والي، امنیه قوماندان او د استخباراتو له رئیس سره لیدنې وکړې؛ په دې لیدنو کې پلاوي د دغه ولایت د محاکمو د وضعیت او فعالیتونو په اړه له یادو مسئولینو څخه معلومات ترلاسه کړل، د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه‌والي، پرمختګ او ځینو ستونزو د حل په موخه یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل.
دغه راز د سترې محکمې نظامي مرستيال له مسئولینو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو اړوند مفصل او هر اړخیز بحث وکړ او مسئولینو ته یې هدایت وکړ، چې د مطرح شويو موضوعاتو په اړه د کابل زون له نظامي محاکمو سره پوره همکاري وکړئ.
د ليدنې په دوام نظامي مرستيال د یاد زون د نظامي محاکمو عمومي رئیس ته هدایت وکړ، چې خپلو اړوندو ولایتونو ته سفر وکړئ، په هر ولايت کې د نظامي محکمې له قاضي، والي، امنيه قوماندان او د استخباراتو رئیس سره غونډه جوړه کړئ او د اړوند موضوع په اړه معلومات را ټول او له نهايي کېدو وروسته يې نظامي معاونيت ته راولېږئ.
یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د کابل زون د نظامي محکمې قضائي هیئت سره وکتل، د یاد زون نظامي محاکمو د تېرو فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز بحثونه وکړل، ورپسې يې د یادې محکمې د (الف، ب او ج) جزونو، استخباراتو او د اداري دوسيو د څېړلو او د پروان ولايت نظامي محکمې څخه ليدنه وکړه؛ د یادو محاکمو درې جلده دوسيې یې و کتلې او د نېمګړتياوو په اړه یې قضائي هيئت ته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په پای کې یاد هیئت د قضائي، اداري، او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۳ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۳ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۷۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

بیا په خبرونو کی