د اروزګان د مرافعه محکمې رئیس د چورې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له قضائي او اداري کارکوونکو سره وکتل

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۵:۱۶
د اروزګان د مرافعه محکمې رئیس د چورې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له قضائي او اداري کارکوونکو سره وکتل

په ۱۰/۱/۱۴۴۵ هـ ق نېټه د اروزګان ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس الحاج شیخ مولوي سخیداد(ابوالتقی) په مشرۍ د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ په ابتدائیه محکمه کې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه چې د چورې ابتدائیه محکمې رئیس مولوي بلوڅ صاحب، د یادې محکمې مفتي مولوي فیض الله صاحب او محرر مولوي اسد الله صاحب، ولسوال ملا سیدرسول (مسافر) صاحب، د قومندانۍ معاون حاجی خان صاحب، د استخباراتو معاون عبدالرحمن (منیر) صاحب، د مرافعه محکمې اجرائیه مدیر محب الله (نظري) صاحب، د ثبت اسناد او وثایقو مامور مولوي محمد(رهنما) صاحب او د حقوقو مدیر مولوي عبدالودود صاحب په کې ګډون درلود د مولوي محمد(رهنما) صاحب لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

وروسته محترم شیخ مولوي سخیداد (ابوالتقی) د چورې ابتدائیه محکمې رئیس، مفتي، محرر او نور مسؤولینو ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ځینې وکړه چې د خپل وطن او ولس د خدمت برخه کې يې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې دي.

د اروزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس زیات کړه افغان ولس په تېره ۲۰ کلنه مبارزه کې له اسلامي امارت سره  اوږه په اوږه ولاړ و او زموږ ستاسې خدمت یې کاوه؛  نو موږ مکلف یو چې نن یې خدمت وکړو او ولس خوشحاله وساتو چې په دې سره به خدای (جل جلاله) او رسول الله (صل الله علیه و سلم) هم له موږ راضي وي .

شیخ مولوي سخیداد (ابوالتقی) ټولو مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه چې په خپل منځ کې اتحاد او اتفاق ولري، کوم مشکل چې مو منځ کې راغلی په اتفاق سره کښېنئ او هغه مشکل ته په همکارۍ د حل لاره پیدا کړئ، یو د بل په کار کې مداخله مه کوئ، هر مسؤول باید خپل مسؤولیت وپېژني او خاص د الله (جل جلاله) د رضا لپاره خدمت وکړي، په کوم کار کې چې د الله (جل جلاله) رضا، مینه او اخلاص وي نو ان شاءالله هېڅ وخت به ناکام را نه شي.

د ارزګان ولایت د چورې محکمې رئیس او ټولو مسؤولینو د مرافعه محکمې د عمومي رئیس څخه مننه وکړه چې وخت پر وخت له یادې ولسوالۍ څخه لیدنه کوي وویل، ان شاءالله ستاسې ټولې سپارښتنې به عملي کوو.

د غونډې په پای کې د مرافعه محکمې رئیس حاضرۍ ته په پابندۍ، له مراجعینو سره په ښه چلند، په اجراآتوکې پر شفافیت او د فساد د مخنیوي په هکله جدي سپارښتنې وکړې او یاده غونډه د حقوقو د مدیر مولوي عبدالودود صاحب په دعا سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون د قضائي مرستيال محترم شیخ نور الله (منیر) په مشرۍ؛ په ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست رئیس محترم مفتي شرف الدین (یاسیني)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب غرب زون اړوند د نیمروز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په  مشرۍ يو پلاوي چې مفتي محمد اسلام (مسلم). . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۶
Background image

په کابل ولايت کې (۶۵) کیلو د انسان ویښتان وسوځول شول

د کابل ولایت اړوند د چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم (۶۵) کیلو د انسان ویښتان؛ په ۲۲ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه وسوځول شول.
 یاده اندازه ویښتان د امنيتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نيول. . .

بیا په خبرونو کی