د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۶
د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالکریم (حقاني) او ورسره مل پلاوي په ۲۱/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د لغمان ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د مرافعه محکمې رئيس د بندیانو حالت له نږدې وکاته، د هغوی ستونزې يې واوریدې او د زندان مسؤولینو ته يې د يادو ستونزو د حل په موخه لازم هدایات وکړل.
د لیدنې په دوام یاد پلاوي د بندیانو د دوسیو په اړه معلومات تر لاسه کړل؛ ترڅو په زندان کې بې‌برخلیکه کسان پاتې نشي.
دغه راز یاد پلاوي له هغو زندانیانو سره جلا، جلا وکتل چې د خپل برخلیک په اړه یې اندېښنه درلوده، هغوی ته یې ډاډ ورکړ او ورته وویل، ستاسو دوسیو ته به د شریعت د اصولو په رڼا کې رسېدنه کېږي.
د ليدنې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئیس د زندان مسؤولینو ته وویل، را سپارل شوې دندې زموږ دنیوي او اخروي مسؤولیت دی، چې باید په صداقت او ایماندارۍ يې ترسره کړو، په ځانګړې توګه د بندیانو پر وړاندې چې دوی د انساني کرامت خاوندان دي، خدای مکړه د دوی په چارو کې د ناغېړۍ له  امله الله تعالی له موږ څخه ناراضه نشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۸
Background image

د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۲۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۲۵) کسانو ته د الکولي مشروباتو، نشه‌يي تابلیتو (تابلیتk، ذیکپ) چرسو او شيشې د خرڅلاو او قاچاق په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۳۰
Background image

د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۶) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د نشه‌يي تابلیتو (ذیکپ، تابلیتk)، شیشې او هيروئينو د خرڅلاو په جرمونو؛ په ۱۹ /۱۲ / ۱۴۴۶. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۱:۴۱
Background image

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو له مسؤولينو سره ناسته وکړه

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) په ۸/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یاد ولایت مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو له قضائي او اداري کارکوونکو سره ناسته وکړه.
ناسته د. . .

بیا په خبرونو کی