په پکتیا ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۵۴
په پکتیا ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د اخلاقي فساد په جرم؛ نن چهارشنبه (۲۸/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې ياده مجرمه پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکومه کړې وه؛ چې دغه پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یادې مجرمې تطبيق شوه.
د ابتدائیه محکمې دغه حکم د یادې ابتدائیه محکمې په انګړ کې د ولسوال، امنيه قوماندان، استخباراتو مدیر، علماوو شورا رئیس، امربالمعروف آمر، قومي مشرانو، مسؤولینو او مجاهدینو په حضور کې تطبيق شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

د سترې محکمې د قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د افغانستان اسلامي امارت له بېلابېلو ادارو څخه په مجموع کې (۶۲۵) مکتوبونه د هدایت غوښتنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۲۷
Background image

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې د یاد ریاست په تالار کې، د محاکمو (۸۴) جدید الشمول علماء کرامو او د بدخشان او فاریاب ولایاتو د محاکمو (۷) برحال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د مشرتابه محترم عالي مقام د حکم او د قاضي‌القضات او د سترې محکمې د محترم رئیس. . .

بیا په خبرونو کی