د پکتيا زون نظامي محکمې مسؤولينو لخوا د جزائي اصولنامې د تشرېح په موخه سيمینار جوړ شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۵
د پکتيا زون نظامي محکمې مسؤولينو لخوا د جزائي اصولنامې د تشرېح په موخه سيمینار جوړ شو

د پکتیا زون نظامې محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)؛ د زون اړوند څانګو پکتیکا او خوست د رئیسانو سره په ګډه همغږۍ د پکتیا زون نظامي محکمې په انګړ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) له طرفه د توشېح شوې جزائي اصولنامې د تشرېح او لا ښه پوهاوي په موخه؛ په ۲۴/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
په دغه سیمینار کې د پکتیا زون نظامي محکمې او د یاد زون اړوند پکتیکا او خوست څانګو ټولو قضائي غړو ګډون درلود.
یاد سیمینار د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شو؛ ورپسې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) له طرفه توشېح شوې جزائي اصولنامه په ډېر ښه وضاحت او درسي بڼه بشپړه تشرېح شوه.
یاد سيمینار په اختتامیه دعاء پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی