د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۳۷۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۹
د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۳۷۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر (۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۳۷۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په يوه مياشت کې (۱۷۹) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۲۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۱۷۹) دوسیې فیصله شوې دي.
په جزائي برخه کې: 
د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۲۰۰) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۶۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۱۳۲) دوسیې فیصله شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په زابل ولایت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې اوو کسانو ته د غلا او لواطت په تور، په (۲۳/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان له اتو میاشتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۲۱) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۲۱) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شيشې، هيروينو، ترياکو، الکولي مشروباتو او چرسو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۴۶
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې جزا دېوان په هڅو د قتل موضوع د سولې له لارې حل شوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې جزا دېوان د مسؤولینو د پرله‌پسې هڅو؛ د علماوو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو د منځګړیتوب په پایله کې د قتل هغه قضیه چې درې کاله مخکې رامنځته شوې وه، په ۲۵/ ۹/. . .

بیا په خبرونو کی