د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې جزا دېوان په هڅو د قتل موضوع د سولې له لارې حل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۴۶
د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې جزا دېوان په هڅو د قتل موضوع د سولې له لارې حل شوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې جزا دېوان د مسؤولینو د پرله‌پسې هڅو؛ د علماوو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو د منځګړیتوب په پایله کې د قتل هغه قضیه چې درې کاله مخکې رامنځته شوې وه، په ۲۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق د سولې او تفاهم له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د ننګرهار ولایت په مرکز کې د دوو قومونو تر منځ د جنجال له امله رامنځته شوې وه؛ چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی و.

موضوع د څېړنې او قانوني تعقیب لپاره د مرافعه محکمې جزا دېوان ته راجع شوه او د مسؤولینو له لوري په غور او دقت وڅېړل شوه.

وروسته د محکمې د مسؤولینو په هڅو، د سیمې د علماوو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو په منځګړیتوب څو ځله د دواړو لوریو تر منځ د روغې جوړې لپاره ناستې ترسره شوې.

په پایله کې دواړه لوري سولې ته چمتو شول او موضوع د مصلحینو په حضور کې د تفاهم له لارې حل شوه.

د جوړجاړي پر مهال د مقتول وارثینو د قاتل لوري ته ابراء ورکړه او له هر ډول دعوې او تاوان څخه تېر شول، چې ورسره قضیه په رسمي ډول پای ته ورسېده.

د سیمې اوسېدونکو د مرافعه محکمې د مسؤولینو او مصلحینو هڅې وستایلې او دا یې د شخړو د سوله‌ییز حل او د ټولنیز ثبات د ټینګښت په برخه کې یو مثبت ګام وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۱۹
Background image

د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ د محاکمو د اداري چارو د لا بهبود په موخه غونډه وشوه

د سترې محکمې د اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب په مشرۍ، د سترې محکمې د مرکزي اداري ریاستونو د ټولو رئیسانو په ګډون، نن دوشنبه (۲۶/۱۰/۱۴۴۷هـ ق) نېټه د محاکمو د اداري چارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۴۰
Background image

په ميدان وردګ ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت سيدآباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د زنا او لواطت په تور؛ نن دوشنبې (۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

په زابل ولایت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس په درې کاله تنفيذي بند او ۳۹. . .

بیا په خبرونو کی