د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو په يوه مياشت کې (۱۶۲۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۱:۳۳
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو په يوه مياشت کې (۱۶۲۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۱۲ / ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ / ۱۲ /۱۴۴۷هـ ق) پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۶۲۲) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
د جزائي دوسیو په برخه کې:
د کابل ښاري ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په یوه مياشت کې ( ۱۰۲۴) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجود وې.
له دې جملې څخه د (۱۵۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۱۰) دوسیې فیصله  شوې، (۱۰۷)  دوسيې  مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د حقوقي دوسیو په برخه کې:
د کابل ښاري ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په يوه مياشت کې (۴۵۸) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجود وې.
له دې جملې څخه د (۱۹۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۹) دوسیې فیصله  شوې، (۹۹) دوسيې  مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د تجارتې دوسیو په برخه کې:
د کابل ښاري ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په يوه مياشت کې (۳۵۶) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجود وې.
له دې جملې څخه د (۱۴۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳۴)  دوسیې فیصله  شوې، (۴۱) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د لغمان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د عمومي رئيس الحاج مولوي محمد یونس (خالص) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، مسلکي محررینو او د تحريراتو عمومي مدیر په ګډون، په ۵/۱. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۲
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶ / ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ / ۱۲/ ۱۴۴۷ھ ق) نېټې پورې (۱۹۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۱:۵۷
Background image

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې اړوند دېوانونو او د شپږو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو، د وثایقو او تحریراتو آمرینو په ګډون، په. . .

بیا په خبرونو کی