د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۱۰
د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:

1.    (۵۴۲۹۰) ليټره پطرول او ډیزل تیل، (۲۷۸) کیلو مایع ګاز او (۳۵۳۶) لیتره مبلایل د ولایتي مرافعه امنیتي قطعاتو او اتو زونونو او ولایتي څانګو ته له مرافعه محاکمو څخه اکمال شوي دي، (۲۶۸۷۷) لیټره پطرول او ډیزل تیل او (۱۱۸۹۹) کیلو مایع ګاز، د ملکي محاکمو او نظامي محاکمو قوماندانیو ته توزېع شوي دي. 
2.    (۱۱۳۰۰) لیټره پطرول او ډیزل تیل د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندانۍ لخوا اړوند پرسونل ته توزېع شوي، (۱۱۰۰) لیټره پطرول تیل د کابل ولایت (۱۴) ولسوالیو د محاکمو امنیتي پرسونل ته د ملکي محاکمو امنیتي قطعاتو قوماندانۍ لخوا توزېع شوي دي.
3.    (۱۴۶۴) قلمه مفروشاتي، محروقاتي، البسوي، قرطاسیوي، د پخلنځي لوښي او تعمیراتي اجناس د محاکمو د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست او د ملکي او نظامي محاکمو د قطعاتو قوماندانيو ته توزېع شوي دي.
4.    د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د ملکي محاکمو امنیتي قطعاتو قوماندانۍ او د نظامي محاکمو امنیتي قطعاتو قوماندانۍ په جزوتامونو کې د (۱۵۰) مجاهدینو تقرر په افسرۍ، ساتنمنۍ او ساتونکو بستونو کې د لیاقت، وړتیا او کادري فورم په اساس ترسره شوی دی.
5.    په اونۍ کې درې ورځې مجاهدینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) فرمانونه، حکمونه، هدایات، لارښوونې او د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون درسونه تدريس شوي دي.
6.    د خالد بن ولید (رضی‌الله عنه) تعلیمي مرکز قوماندانۍ له‌خوا د یاد ریاست اړوند ملکي او نظامي محاکمو قطعاتو قوماندانیو اداري پرسونل ته د اداري زده کړو لس ورځنی سیمینار جوړ شوی دی.
7.    (۱۰۵) عدده مخابروي او ټکنالوژيکي وسایلو ترمیم، تنظیم او پروګرام ترسره شوی دی.
8.    (۲۲) عدده د پرنټر رنګونه توزېع شوي دي.
9.    د (۱۷۸) عدده مخابروي عینیات توزېع شوي دي.
10.    (۳۲) عدده مخابروي او ټکنالوژيکي وسایل د ملکي او نظامي محاکمو امنیتي قوماندانۍ آمریتونو او د مرکز او ولایتي محاکمو قوماندانيو ته توزېع شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵۶
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض)، د دې محکمې د جزا دېوان مستشار محرر مولوي محمد صابر، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان مفتي مولوي محمد نعمان، د ښاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

د بلخ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د دغه ولایت د دوو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه‎

د بلخ ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج شيخ غلام‌الله (عادل) د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئيس مولوي عبدالسلام (مظهري) او مولوي محمد ویس (ویسا) په ملتيا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربيع. . .

بیا په خبرونو کی