د زابل ولایت د دايچوپان ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۲۸
د زابل ولایت د دايچوپان ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د رئيس مولوي حضرت محمد په ډېرو هڅو او قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۱۷/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه په یاده ولسوالۍ کې د قتل موضوع حل او فصل شوه.
د قتل دغه موضوع چې د زابل ولایت د دايچوپان ولسوالۍ په لرزآب سيمه کې رامنځته شوې وه، ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه، ورپسې د مسؤولينو په هڅو، د سیمې د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د مقتول کورنۍ ته په ديت ورکولو سره ياده موضوع رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۵۱
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه میاشت کې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه میاشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۱۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۱۱) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۲۳
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت (۱۵) ولسوالیو ابتدائيه محاکمو ته سفر وکړ

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعيب)، د یادې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي نصیراحمد (حقاني) او د جزا دېوان مفتي مولوي محمد اصغر په ملتیا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د. . .

بیا په خبرونو کی