د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه پلاوي د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه
د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه پلاوي د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۷مه نېټه د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.
د قضائي تفتیش پلاوي په دې لیدنه کې د شهرصفا ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د صادرې، واردې او رسیداتو کتابونه، د حاضرۍ کتاب، له محکمې څخه د وضاحت غوښتلو طرازالعمل چک او بررسي کړل.
دغه راز یاد پلاوي د ابتدائیه محکمې لخوا څو صادرې شوې فیصلې وکتلې او په اړه یې د ابتدائیه محکمې له مسؤولینو سره خپل هدایات او نظریات شریک کړل.
د یادونې وړ ده چې د قضائي تفتیش پلاوي د خپل سفر په دوام د یادې ولسوالۍ له زندان څخه پر لیدنې سربېره د دې ولسوالۍ له ولسوال، د استخباراتو له مدیر او د محکمې له قضائي غړو سره هم وکتل او د اړوند موضوعاتو په تړاو یې ورسره تفصیلي خبرې وکړې.
