د هلمند مرافعه محکمه کې اداري غونډه وشوه
د سه شنبې په ورځ (۱۱ /۷ /۱۴۴۵هـ ق) نېټه د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د رئیس محترم مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د رئیسانو، مفتیانو، محریرونو او د تحریراتو د عمومي آمر په ګډون اداري غونډه ترسره شوه.
ياده غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم مولوي (محمد) د غونډې اجنډا بیان کړه، د مرافعه محکمې اړوند د نهر سراج ولسوالۍ ښاري ابتدائیه محکمې څخه راغلي استهداء ګانو متن یې ولوست او د غونډې د ګډونوالو لخوا له پوره بحث او غور وروسته د یادو استهداء ګانو جوابونه وویل شول.
د غونډې په دوام محترم مولوي محمدي راغلو ګډونوالو ته د قضائي او اداري چارو د بهبود په موخه لازم هدایات او سپارښتنې وکړې.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
