د سترې محکمې قضائي تفتیش عمومي رئيس او مفتشینو د زابل ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
اثنين, يونيو 23 2025 3:34 مساء
د سترې محکمې قضائي تفتیش عمومي رئيس او مفتشینو د زابل ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله تعالی) او د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د مرکزي تفتیش عمومي ریاست او د جنوب لوېدیځ زون د تفتیش ریاست ګډ پلاوي د مرکزي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ، چې د جنوب لوېدیځ زون د تفتیش رئیس محترم مولوي سراج احمد (ابوسعید)، مولوي امان الله (حامد)، مولوي محمد فقیر (حنیف) او مفتي محمد اسلام (مسلم) یې غړیتوب درلود؛ د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۲۸مه نېټه د زابل ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د زابل ولايت د مرافعه محکمې له رئیس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان او توقيف خونو څخه لیدنه وکړه، د زندان او توقيف خونو اړوند د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او غوښتنې يې له ځان سره وليکل او بیا يې د اړوند محاکمو له مسؤولينو سره شریک کړل.
یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د زابل ولایت د (۱۱) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، حقوقو مدیریتونو، ښاري ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، وثایقو آمریت، مخزن، د حقوقو آمریت او نظامي ابتدائیه محکمې څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو له قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي غړو او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. 
د قضائي تفتيش پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې او کاري خنډونه له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د یاد ولایت د مرافعه محکمې له رئيس سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
دغه پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د یاد ولایت ولسواليو د ځينو مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړوند ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په (۲۵) مه نېټه پای ته ورسېد.

Latest news

أربعاء, مايو 14 2025 3:56 مساء
Background image

عقد اجتماع قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في محافظة كابل

عقد قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلة الشيخ عبد الحكيم (الحقاني)، اليوم الأربعاء (١٦/ ۱۱/١٤٤٦ هـ ق) اجتماعاً مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في. . .

ثلاثاء, أبريل 22 2025 9:50 صباحا
Background image

زیارة قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا إلى محافظة زابل

زار قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلةُ الشيخ عبدالحكيم الحقاني، في 22/10/1446هـ ق، على رأس وفد، محافظة زابل، استمراراً لجولاته الإقليمية ومتابعته. . .

خميس, أبريل 17 2025 6:09 مساء
Background image

زیارة فضيلة قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا على رأس وفد إلى محافظة هلمند

قام قاضي القضاة ورئيس المحمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلة الشيخ عبد الحكيم (الحقاني) ، بتاريخ ١٨ / ١٠ / ١٤٤٦ هـ ق، على رأس وفد بزيارة محافظة هلمند، وذلك في إطار مواصلته. . .

BACK TO NEWS