د هلمند ولايت مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم شيخ غلام حضرت (ابوالمنذر) د معرفت غونډه وشوه
د هلمند ولايت مرافعه محکمې لپاره نوی رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر)؛ په ۲۴/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یادې محکمې قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د یاد ولايت مرستیال والي الحاج مولوي محمد نبي (حماس)، د مرافعه محکمې مخکني رئیس محترم شیخ محمد(محمدي)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د ټولو دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، د حقوقو او تحریراتو آمرينو، د امنیتي قطعې قوماندان او ګڼ شمېر نورو مسؤولینو ګډون درلود.
د غونډې په پيل کې مرستیال والي نوي رئیس ته ښه راغلاست ووایه، له خپل اړخه يې د همکارۍ ډاډ ورکړ، د مخکني رئیس خدمتونه یې د ستاینې او قدردانۍ وړ وګڼل او نوي رئیس ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله او دعاء وکړه.
دغه راز مخکني رئیس نوي رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د محاکمو قضائي غړو او کارکوونکو ته وویل، څومره مو چې زما اطاعت کاوه، همدومره به د نوي رئیس سره هم همکاري او اطاعت به يې کوئ.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
