د پروان ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۳۴۹) عرضپاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د پروان ولايت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۴/۱ هـ ق څخه تر ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق) نېټې پورې (۳۴۹) عرضپاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرضپاڼو په برخه کې:
د پروان ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۱۰) عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۱۴) عرضپاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۸۰) عرضپاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۳) عرضپاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۳) عرضپاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر کار لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د پروان ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۲۸) دوسيې تطبيق شوې، (۱۲) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۶) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۹۳) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
