په روزګان ولايت کې شپږو متهمينو او يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د روزګان ولايت د چهارچينو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د غلا او لواطت په تور او يوه کس ته د بل کس کور ته د اوښتلو په جرم، نن پنجشنبې ۱۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد کسان له يوه کال څخه تر دوو کلونو پر تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته پر متهمینو او مجرم تطبيق شوه.
