په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د پکتيا ولايت احمد خېلو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د جعلي پيسو په جرم؛ په ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس پر شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرم تطبيق شوه.
د تعزیري سزا د تطبيق په موخه جوړه شوې غونډه کې د ابتدائیه محکمې مسؤولينو، د یادې ولسوالۍ د امارتي ادارو مدیرانو او عامو خلکو ګډون درلود.
