د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۱۴۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱۶/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۱۴۱) جزائي، حقوقي او تجارتي دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۴۸۷) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۵۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۰۰) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۷۳) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۶۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۰) دوسیې فیصله شوې،(۳۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۸۰) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۷۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۹) دوسیې فیصله شوې، (۴۱) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
