د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۵) وثیقې هم اجرا کړې دي
د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۹۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۵) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۳۳۲) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۵۳) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۴) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د پکتيا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۳۵) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
