د غزني ولايت مقر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه
د غزني ولايت مقر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو او د مصلحينو په منځګړیتوب، د ترافيکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل موضوع، په ۴/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده ترافيکي پېښه د مقر ولسوالۍ اړوند په «ناظرخېلو» سیمه کې رامنځته شوې وه او یو کس په کې په قتل رسېدلی و.
دغه موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه؛ د مسؤولينو په هڅو، د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه او موضوع يې رسماً حل او فصل شوه.
