د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا!
د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د «احمد سلطان مظهري لوجستیکي شرکت» سره چې د جواز شمېره یې (۹۷۶۰۴) ده او مرکزي دفتر یې د کندهار ولایت مرکز په هرات بازار کې موقعیت لري، د څلور میلیون، څلور سوه نهه پنځوس زره او نهه سوه درې نوي (۴۴۵۹۹۹۳) افغانۍ په قېمت سره د کابل ولایت مرافعه محکمې لپاره د (۴) قلمه خوراکي توکو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه، چې په دې اړه نیوکه لري، د تدارکاتو د اصولو له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.
