د قضائي  پلټنې عمومي رئیس د بامیان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
ثلاثاء, مارس 14 2023 2:44 مساء
د قضائي  پلټنې عمومي رئیس د بامیان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي تفتیش د عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) په مشرۍ د دغه ریاست یوه پلاوي چې محترم مولوي عبدالحی (اشرفي) او محترم مولوي عبدالرحمن (مخدوم) یې غړیتوب درلود، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشتې په (‍۱۴)مه نېټه د بامیان ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړلو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوي د سفر په پیل کې د بامیان ولایت د مرافعه محکمې له رئیس صاحب سره لیدنه وکړه؛ ورپسې یې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه دغه ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د یاد محبس نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او شکایتونه یې له ځان سره نوټ او له اړوند محاکمو سره شریک کړل.

دغه راز یې د بې برخلیکه یا هغه بندیانو چې جرم یې کوچنی و او په توقیف کې یې ډېر وخت تېر شوی و د خلاصون په اړه ګډ تصمیمونه ونیول.

پر دې سربېره یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د بامیان ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او د بامیان د مرافعه او ښاري محاکمو ریاستونو  له اړوند دېوانونو څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست دغه پلاوي د پلټنیز بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هراړخیزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو په اړه یې بشپړ معلومات واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې او کاري خنډونه له ځان سره نوټ کړل او په لومړي قدم کې یې د ښاري محکمې په دېوانونو کې شته مشکلات د ښارې محکمې له رئیس صاحب سره شریک کړل، په دویم قدم کې یې د ستونزو د هواري، د خنډونو د له منځه وړلو او د نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د بامیان ولایت د مرافعه محکمې له رئیس سره تفاهمي ناسته ترسره کړه او ټول مشکلات یې په جلا،جلا توګه ورسره شریک او لازمي توصیې وکړې.

د قضائي تفتیش دغه پلاوي د محاکمو په وړاندې شته ستونزې او د خلکو شکایتونه په دقیق او هر اړخیزه توګه وڅېړل، د کارونو د لاسمون او د ادارو ترمنځ د همغږۍ د تقویې په موخه یې د یاد ولایت له محترم والي، امنیه قوماندان او د استخباراتو له معاون سره ګډه ناسته ترسره کړه.

پر دې سربېره یاد پلاوي د بامیان ولایت د محاکمو له برحاله قضاتو، مفتیانو او محررینو څخه یې ظرفيتي آزموینه واخیسته.

د قضائي تفتیش د پلټنې پلاوي د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشتې په (۱۸)مه  نېټه خپل سفر په داسې حال کې چې له لاسته راوړنو ډک وو، پای ته ورساوه.

Latest news

ثلاثاء, ديسمبر 02 2025 11:58 صباحا
Background image

تنفيذ حكم الله (القصاص) في قاتل بمحافظة خوست

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وكفى، والصلاة والسلام على عباده الذين اصطفى، أما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: ﴿وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يا أُولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ﴾. . .

ثلاثاء, نوفمبر 25 2025 3:31 مساء
Background image

بتوجيه من قاضي القضاة ورئيس المحمكة العليا، أُفرج عن (٧٥٢١) سجينا أو خفضت مدد حبسهم

بتوجيه من السلطة العليا القضائية في إمارة أفغانستان الإسلامية، وبعد زيارة وإشراف من قبلِ لجنة مكلفة، أُفرِج عن (٣٢٠٤) سجينٍ مستحقّ، وخُفضت مدد الحبس عن (٤٣١٧) آخرين ممن استحقّوا التخفيف. . .

أربعاء, مايو 14 2025 3:56 مساء
Background image

عقد اجتماع قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في محافظة كابل

عقد قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلة الشيخ عبد الحكيم (الحقاني)، اليوم الأربعاء (١٦/ ۱۱/١٤٤٦ هـ ق) اجتماعاً مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في. . .

BACK TO NEWS