د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د دې محکمې له دېوانونو، مخزن او وثایقو امریت څخه لیدنه وکړه
د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رمضان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي امان الله (منقاد حقاني) د یادې محکمې له مربوطه دېوانونو، د وثایقو آمریت او له مخزن څخه لیدنه وکړه.
محترم مفتي امان الله (منقاد حقاني) د دې لیدنې پر مهال ټولو قضائي، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ښې تقوا، په شرعي اصولو د خپل سیرت او صورت جوړولو سربېره د مراجعینوسره د ښه سلوک او د کارونو په چټکتیا مفصلې او ګټورې خبرې وکړې.
دغه راز یې د مخزن په کارونو کې د لابهبود په موخه اړوند سپارښتنې وکړې.
نوموړی د لیدنې په جریان کې د دفاترو په فضاء او تنظیم باندې هم وغږېده.
