په کابل ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د کابل ولايت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹دُره تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته په عام محضر کې پر مجرم تطبيق شوه.
