د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور
د سترې محکمې عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1. د مشرتابه محترم عالي مقام د حکم او د قاضيالقضات او د سترې محکمې د محترم رئیس صاحب د هدایت پر بنسټ، د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت (۹۰۰۳) محبوسینو ته عفوه وشوه یا د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
2. له محاکمو، وزارتونو او خپلواکو امارتي ادارو څخه راغلي د بېلابېلو موضوعاتو په هکله (۲۶۸۴) مکتوبونه او وړاندیزونه د سترې محکمې عالي مقام تر هدایت وروسته یادو مراجعو ته لېږل شوي دي.
3. د رؤیت هلال مرکزي هیئت درې غونډې، د تعلیمي نصاب هیئت (۱۲) غونډې تنظیم او ترسره شوې دي.
4. د سترې محکمې عالي مقام د دفتر عمومي رئیس له لسګونه مراجعینو سره د دوی د مشکلاتو د اورېدو او حل په موخه کتلي دي، یا یې د اړتیا پر مهال د سترې محکمې له محترم رئیس او قاضيالقضات شیخ صاحب سره د دوی د ملاقات زمینه برابره کړې ده.
