د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپينږیرو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام مياشتې په ۲۶مه نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع د دوو کسانو د شخړې له امله رامنځته شوې وه او يو کس په کې وژل شوی و.
دغه موضوع نظامي محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، د موضوع طرفین سولې ته ترغيب شول او دوی هم ومنله.
د قاتل لخوا د مقتول وارثينو ته په مصالحه کې دیت ورکړل شو؛ قاتل ته بخښنه وشوه او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.
