د سترې محکمې مرکزي ریاستونو لپاره د (۷) قلمه صحافي موادو د تدارک خبرتیا 

m_admin
د سترې محکمې مرکزي ریاستونو لپاره د (۷) قلمه صحافي موادو د تدارک خبرتیا 

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې مرکزي ریاستونو لپاره د (۷) قلمه صحافي موادو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې ترلاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او عقودو قانون په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۳۰/۳/۱۴۰۵هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند تدارکاتو آمریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنیټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین[په بانکي ډول ] پنځه ویشت زره (۲۵۰۰۰) افغانۍ دی.
 د آفرونو پرانیسته په ۳۰/۳/۱۴۰۵هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰بجې په ستره محکمه کې ترسره کېږي.
نوټ: د آفرونو د پرانستې څخه تر مخ ناسته په ۲۴/۳/۱۴۰۵هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.

Latest announcements

سبت, أكتوبر 19 2024 10:52 صباحا
Background image

رسالة التعزیة 

{مِنَ المُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ 
فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا}

{وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي . . .

اثنين, نوفمبر 06 2023 10:48 صباحا
Background image

بيان المحكمة العليا في الإمارة الإسلامية بشأن الهجمات الوحشية الجوية والبرية والفظائع التي ترتكبها الاحتلال الصهيوني في فلسطين

 

تعرض المسلمون المظلومون في فلسطين لعقود عديدة الهجمات الوحشية من الاحتلال الصهيوني. وقد استشهد آلاف من الرجال والنساء والأطفال الفلسطينيين، بينما أصيب العديد بإصابات بالغة. وذلك في الوقت الذي . . .

Back to announcements