د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۷) وثیقې هم اجرا کړې دي
د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ / ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۹۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۷) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د زابل ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۸۷) حقوقي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۴) دوسیې فیصله شوې، (۱) دوسیه مکتوبي مسترده شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د زابل ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۱) جزائي دوسیې راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۰) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو په برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونیو کې (۴۷) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
