د بلخ زون د نظامي محکمې د رئیس په مشرۍ یوه پلاوي فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفر وکړ

د روان ۱۴۴۵ ه ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه د بلخ زون د نظامي محکمې د رئیس محترم الحاج ابوالمغفور شیخ عبدالوارث (حقاني) په مشرۍ پلاوي چې د یادې محکمې مفتي مولوي سعیدالرحمن (کوثري)، مستشار محرر مولوي نصرالله (نصرت)، مسلکي محرر محمد رفیع (حیدرزاده) یې غړیتوب درلود؛ د نظامي محاکمو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د تقویې په موخه فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفر وکړ.
د بلخ زون نظامي محکمې پلاوي فاریاب او جوزجان ولایتونو ته د سفر پر مهال د هر ولایت د مرافعه محکمې، د بلخ زون د نظامي محکمې د څانګو او نورو اړوند مسؤولینو سره د هراړخیزې همکارۍ او همغږۍ د تقویې په موخه ناستې ترسره کړې.
په دې ناستو کې په ټاکلي وخت او ښه توګه د قضائي چارو د ترسره کولو پر لارو چارو د خبرو علاوه د ناستې د ګډونوالو نظرونه وارېدل شول، ورپسې د بلخ زون د نظامي محکمې پلاوي په یادونو ولایتونو کې د نظامي محاکمو د څانګو له قضائي غړو سره یو شمېر ضروري هدایت شریک کړل.