د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې د (۲۵۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۰۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې، د پکتيا زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۶/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۲۹/ ۶/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې د (۲۵۷) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۲۰۴) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۴۷) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، (۱۰۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۹۲) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۱) دوسيې مکتوبي مستردې شوې، د (۳۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۶) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د پکتيا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې ( ۲۰۴) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.