په ننګرهار ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د ننګرهار ولايت لعل پوري ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس ته چې پر زنا متهم و؛ په ۱۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد متهم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یاد متهم تطبيق شوه.
