د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا (۱۴) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې دویم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې د اتو ښځو په ګډون (۱۴) کسانو ته د نامشروع اړيکو او قوادۍ په جرم او زنا په تور، په ۸/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاد کسان له پنځو میاشتو څخه تر يو کال پر تنفيذي بند او له ۲۵ څخه تر ۳۵ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو او متهمينو تطبيق شوه.
