د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۳) وثیقې يې هم اجرا کړې دي
د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۳) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۱۱۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۵) دوسیې فیصله شوې او (۲۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۸۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳۸) دوسیې فیصله شوې او (۶) دوسيې مکتوبي مستردې شوې دي.
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۰۳) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
