د کندهار ولايت د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې د کندهار او هلمند د قضاتو او مفتي صاحبانو تر منځ اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
اثنين, مايو 29 2023 11:42 صباحا
د کندهار ولايت د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې د کندهار او هلمند د قضاتو او مفتي صاحبانو تر منځ اداري غونډه ترسره شوه

 شنبه ۷/۱۱/۱۴۴۴ نېټه د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د رئيس شيخ مولوي عبدالغفار بحر صاحب په مشرۍ اداري غونډه وشوه، چې د کندهار ولايت د مرافعه محکمې د دېوانونو رئيسانو او اعضاوو، د شهري ابتدائیه محکمې رئيس، د دېوانونو ټولو رئیسانو او اعضاوو، همدا راز د ولسوالیو قاضیانو، مفتيانو، محررينو او د کندهار زون نظامي محکمې رئيس صاحب ګډون درلود، ددې تر څنګ د هلمند ولايت د مرکز او ولسواليو قاضيانو، مفتيانو او محررينو هم شموليت درلود.

غونډه د قرآنکريم په څو مبارکو آياتونو پيل شوه، چې وروسته د مرافعه محکمې د مدني دېوان  رئیس محترم مفتي عبدالجلیل(سفیان)صاحب د فیصلو تعلیمات نامه چې (۷۸) مادې لري  ولوسته او تشریحات يې ور کړل.

ور پسې د مرافعه محکمې د نظامي منسوبینو دېوان عضو مفتي، محترم عبدالرازق (راشد) صاحب له طرف د نقض فیصلو(۳۷) موارد په ګوته کړل شوه.

د مرافعه محکمې دثبت اسناد وثایقو او مخزن آمر محترم مولوي حبیب الرحمن(نقشبندي) صاحب د وثایقو په هکله معلومات وړاندې کړل او همدارنګه د ولسوالیو محاکمو له مسؤلینو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د تیرې ادارې د وثایقو کتابونه که په محاکمو کې موجود وي د حفاظت  لپاره يې مخزن ته  په اصولي طریقه تسلیم کړي.

 د مرافعه محکمې د جزاء دېوان رئيس محترم فضل الله(عاصم)صاحب په خپله وینا کې وویل، چې محاکم دي د خپلو بندیانو له سرنوشت څخه باخبره اوسي او یو نقل د فیصلې دې محبس ته حتماً واستول شي، د مرافعه طلبي په صورت کې دې مربوطه دوسیه د مرافعه محکمې دېوانونو ته راواستوي.

د غونډې په پای کې د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالغفار (بحر)صاحب د محاکمو د قضائي او اداري  اجراآتو په تړاو خپله وینا وکړ او له ټولو ګډونوالو څخه يې غوښتنه وکړه، چې ټول قضائي او اداري اجراآت دې د شریعت د اصولو مطابق پر ټاکلي وخت ترسره کوي او همدا راز له مراجعینو سره دې ښه سلوک او برخورد کيږي. شيخ صاحب د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل، چې له تعلقاتو او میلمستیاوو څخه ځان ساتئ، په اخیر کې د اجراآتو د توحید او یووالي په موخه ټولو محاکمو ته یو سیټ (دمتحدالمالونو مجموعه، د وثایقو رهنمود، د محاکمو لایحه، د صادرې او واردې لارښود، د فیصلو د لیکلو تعلیمات نامه، د اداري اجراآتو تعلیمات نامه، د محاکمو عالي ادارې مکتوبونه، نکاح خط، وکالت خط، حصر وراثت، وصیت خط او د نوم اصلاح وثیقه لیکل شوې نمونه) توزیع کړل شول، له ټولو څخه غوښتنه وشوه، چې پر خپلو ورځني قضائي او اداري کارو کې دې عملي کړي.

 یاده غونډه د شیخ مولوي ګل آغا صاحب د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس له طرفه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

Latest news

ثلاثاء, ديسمبر 02 2025 11:58 صباحا
Background image

تنفيذ حكم الله (القصاص) في قاتل بمحافظة خوست

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وكفى، والصلاة والسلام على عباده الذين اصطفى، أما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: ﴿وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يا أُولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ﴾. . .

ثلاثاء, نوفمبر 25 2025 3:31 مساء
Background image

بتوجيه من قاضي القضاة ورئيس المحمكة العليا، أُفرج عن (٧٥٢١) سجينا أو خفضت مدد حبسهم

بتوجيه من السلطة العليا القضائية في إمارة أفغانستان الإسلامية، وبعد زيارة وإشراف من قبلِ لجنة مكلفة، أُفرِج عن (٣٢٠٤) سجينٍ مستحقّ، وخُفضت مدد الحبس عن (٤٣١٧) آخرين ممن استحقّوا التخفيف. . .

أربعاء, مايو 14 2025 3:56 مساء
Background image

عقد اجتماع قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في محافظة كابل

عقد قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلة الشيخ عبد الحكيم (الحقاني)، اليوم الأربعاء (١٦/ ۱۱/١٤٤٦ هـ ق) اجتماعاً مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في. . .

BACK TO NEWS