د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستيال په مشرۍ غونډه وشوه
د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب په مشرۍ، د قضائي معاونیت د دفتر رئیس، د جنوب لوېديځ زون د تمیز ریاست د دفتر رئیس، د قضائي تفتیش او قضائي زده کړو ریاستونو غړو، د تمیز عالي ریاست د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د محافظتي قطعې استازي او یو شمېر نورو اداري مسؤولینو په ګډون، د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۶مه نېټه میاشتنۍ اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې قضائي مرستیال ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د غونډې له ګډونوالو سره یې د اړوندو قضائي او اداري چارو په تړاو خبرې وکړې.
نوموړي ټینګار وکړ، چې ټول اداري او قضائي کارونه باید له ځنډ پرته، پر خپل وخت او د نافذه اصولو له مخې ترسره شي، دغه راز یې مسؤولینو ته لارښوونه وکړه، چې د مراجعینو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي، د خلکو عریضې او قضیې په دقت وڅېړي او د قانون او شریعت له مخې یې عادلانه حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
همداراز د غونډې په مهمو موضوعاتو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله تعالی) د شفاهي هدایت په رڼا کې د جنوب لوېديځ زون د ټولو برحاله قضاتو لپاره د مسلکي او شرعي سیمینارونو د جوړېدو موضوع هم مطرح شوه؛ ټینګار وشو چې د قضاتو د علمي او مسلکي ظرفیت د لوړولو، د قضائي چارو د لا ښه تنظیم او د شرعي اصولو د لا اغېزمن تطبیق په موخه دې اړوند مسؤولین د یادو سیمینارونو د تنظیم او عملي کېدو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
د غونډې په دوام ګډونوالو خپل اړوند قضائي او اداري موضوعات، اړتیاوې او وړاندیزونه شریک کړل او قضائي مرستیال د ګډونوالو نظریات واورېدل، د لازمو اقداماتو سپارښتنه یې وکړه او د اړتیاوو د پوره کولو ډاډ یې ورکړ.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده، چې د قضائي او اداري چارو د لا ښه تنظیم، د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، د مراجعینو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې او د شرعي او نافذه اصولو د اغېزمن تطبیق په موخه دا ډول اداري غونډې په منظم ډول ترسره کېږي.
