د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په يوه مياشت کې (۲۷۸) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۲۲۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۵۱) دوسیې فیصله شوې دي.
په جزائي برخه کې:
د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۲۳۵) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۰۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۱۳۴) دوسیې فیصله شوې دي.
