د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د جزا دېوان عمومي رئیس د (۸) جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه درېیو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

m_admin
أربعاء, أكتوبر 28 2026 1:37 مساء
د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د جزا دېوان عمومي رئیس د (۸) جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه درېیو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي محمد (حصین) او مفتي عبدالرحمن (مفتي‌زاده) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۱۴مه، ۱۵مه او ۱۶مه نېټه، د (۸) جزائي دوسیو په اړه د وروستیو تحقیقاتو بشپړولو په موخه لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د جزا دېوان عمومي ریاست پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د مرافعه محاکمو له مسئولینو او قضائي منسوبینو سره وکتل؛ د جزائي قضیو د حل او فصل او د قضائي اجراآتو د لا ښه‌والي په اړه یې ورسره مفصلې خبرې او بحثونه وکړل.
همدارنګه، د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي په دغه سفر کې، د جزائي موضوعاتو اړوند (۸) دوسیې وڅېړلې، د دوسیو له طرفینو سره یې لیدنې وکړې، د قضیو د بشپړې ارزونې په موخه یې ترې لازم تحقیقات وکړل او هغوی ته یې د سولې ترغیب ورکړ.
د یادو دوسیو له ډلې، په لغمان او کونړ ولایتونو کې د دوو دوسیو طرفینو د سترې محکمې د دغه لوړ پوړي پلاوي په ترغیب، په خپله خوښه او رضاء سره سولې ته غاړه کېښوده او اړوند موضوعات یې د وروستي حل او اصلاحي پرېکړې په موخه مصلحینو ته راجع شول.
په دې سربېره محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او ورسره مل پلاوي د یاد سفر پر مهال د کونړ له والي محترم مولوي قدرت الله (ابو حمزه) سره هم وکتل، له محاکمو سره د کونړ ولایت مقام همکاري او همغږي یې وستایله او له نوموړي یې په دې برخه کې د غوره همکارۍ له امله مننه وکړه.
د کونړ والي محترم مولوي قدرت الله (ابو حمزه) د سترې محکمې دغه لوړ رتبه پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې ټولو ولایتي ادارې د تل په څېر له محاکمو سره هر ډول اصولي همکارۍ ته ژمنې دي او په دې برخه کې به لا ډېرې هڅې وکړي.
د لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونو د مرافعه محاکمو رئیسانو، قضائي منسوبینو او د دوسیو طرفینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د سفر هرکلی وکړ او وویل، د سترې محکمې د مسئولینو دغه ډول سفرونه د قضائي چارو د لا ښه تنظیم، د محاکمو د ورځنیو اجراآتو د پیاوړتیا، د قضائي ستونزو د ارزونې او د جزائي موضوعاتو د پر وخت او وروستي حل په برخه کې مهم او اغېزناک تمامېږي.
د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د جزا دېوان عمومي رئیس له دې مخکې هم د ملک ډېری ولایتونو ته د جزائي موضوعاتو په اړه د وروستیو تحقیقاتو د بشپړولو، د جزائي موضوعاتو له طرفینو سره د لیدنو او له هغوی څخه د لازمو تحقیقاتو په موخه سفرونه کړي دي.

Latest news

أربعاء, يونيو 24 2026 9:31 صباحا
Background image

نائب الشؤون القضائية بالمحكمة العليا يزور محافظات تخار وسمنغان وفارياب وسربل بهدف متابعة سير العمل في المحاكم وتحسين أدائها

قام نائب الشؤون القضائية بالمحكمة العليا، فضيلة الشيخ محمد قاسم (راسخ)، برفقة فضيلة الحافظ المولوي عبد الولي (محمود) نائب الرئاسة العامة للتفتيش القضائي والوفد المرافق لهما، بزيارة. . .

سبت, مايو 16 2026 11:28 صباحا
Background image

قام فضیلة قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا بزيارة إلى محافظات قندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان، وبغلان

أجرى قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا، فضيلة الشيخ عبدالحكيم (الحقاني)، برفقة كلّ من رئيس إدارة التخطيط والسياسات في المحكمة العليا سماحة المولوي محمد جمعة (فیضاني)، ونائب الرئاسة. . .

ثلاثاء, مايو 12 2026 11:39 صباحا
Background image

تقرير موجز عن رئاسة العلاقات العامة والخارجية والإعلام في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام 1447هـ ق

قامت رئاسة العلاقات العامة والخارجية والإعلام في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام 1447هـ بالأنشطة الرئيسية التالية:
1- تم إعداد وتسجيل أربعة (4) من برنامج «القضاء والشعب»، وتم. . .

BACK TO NEWS